د غور ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش هر اړخیز نظارت

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني، د تخنیکي پلاوي په ملتیا، د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالواحد حماس او د باران تطبیق کوونکې مؤسسې د مسؤل په شتون کې د چهارسدې، الله‌یار او د فیروزکوه ولسوالۍ اړوند د غلمین له روغتیايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ

د نظارت پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو حضور او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوار وضعیت، واکسیناسیون، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د انتاناتو د کنټرول اصول او د روغتیايي مرکزونو پاکوالی د وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو د کیفیت، د مسلکي اصولو رعایت، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو، د سیمې له مشرانو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه او خبرې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، درملو ته د لاسرسي، د کارکوونکو د چلند او موجوده ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د حساب ورکوونې، شفافیت، د مراجعینو د حقونو رعایت او د خدمتونو د ښه والي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه راز، د داخلي تفتیش پلاوي د ستونزو د حل، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د عامې روغتیا وزارت له اصولو او مقرراتو سره سم د معیاري او شفافو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیايي مرکزونو او تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

د غور ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش هر اړخیز نظارت

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني، د تخنیکي پلاوي په ملتیا، د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي عبدالواحد حماس او د باران تطبیق کوونکې مؤسسې د مسؤل په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده اتمه فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د واردولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۳:۱۶
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ راغلي لوړپوړي پلاوي سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت مرستيالانو، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې مدیترانې حوزې سيمه ييزې مشرې اغلې ډاکټر حنان البلخي، د يونيسف نړيوالې ادارې سیمه ییز مشر. . .

BACK TO NEWS