د عدلي طب کارکوونکو ته پنځه ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۰
MOPH

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست له لوري د سره صلیب (ICRC) په مالي او تخنیکي همکارۍ د سویل ختیځ او مرکزي زون (بامیان، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پکتیا، غزني او خوست) ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د عدلي طب کارکوونکو او د ولایتي روغتونونو د بېړنۍ برخې متخصصینو ته په غزني ولایت کې تر سره شو، چې ګډونوالو ته په کې د عدلي طب برخه کې د متخصصو او مجربو استادانو له لوري زده کړې ورکړل شوې.

د یاد ټریننګ په وروستۍ ورځ د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي ګډونوالو ته د عدلي طب د اهمیت اړوند هر اړخیزه وینا تر سره، په دې برخه کې یې د ښکېلو ادارو همکاري لازمه وګڼله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د یاد ټریننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات دې په کاري ساحه کې پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS