د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له مرکزي لابراتوارونو، مرکزي راډيولوژۍ، ۲ دولتي روغتونونو او ۴ کلينيکونو څخه نظارتونه ترسره کړل
د يادو نظارتونو په ترڅ کې د ذکر شويو مرکزونو مسؤلینو ته د روغتيايي خدماتو لا پياوړتيا او اغېزمنتيا په موخه اصلاحي پلانونه وسپارل شوه، ترڅو هېوادوالو ته پر وخت، باکيفيته او معياري خدمات وړاندې شي.
