د عامې روغتیا وزیر په کنړ ولایتي روغتون کې د نري رنځ د تشخیص جین ایکسپرټ څانګه پرانیسته

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کنړ ولایتي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د توبرکلوز ناروغۍ د ښه تشخیص په موخه د جین ایکسپرټ خدماتو پرانسته وکړه

په دې لیدنه کې چې ښاغلي وزیر له ناروغانو او اړونده مراجعینو سره له نږدې ولیدل، د خدماتو اړوند یې مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وزیر د پرانستې پر مهال وویل، هڅه یې دا ده چې ټولو هغو اړوندو برخو کې خدمات پراخ کړي چې ولسونه ورته اړتیا لري او په همدې موخه له بېلا بېلو لارو هڅې کوي تر څو خدمات پراخ او خلک ورته هر اړخیز لاسرسی ولري.

د یادونې ده چې دا څانګه د نږدې ۷۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت فعاله شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS