د عامې روغتیا وزیر په پکتیا کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو روغتیايي پروژو پرانيسته وکړه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په سیمه ييز روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سي ټي سکن څانګې او په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې يو شمېر مرکزي رئيسانو، قومي مخورو، د یو شمېر ولايتي ادارو مسؤلينو او روغتيایي کارکوونکو ګډون کړی و.
همداراز، د سي ټي سکن څانګې لپاره ځانګړې شوې ودانۍ پرانیستل شوه او د بودیجې له منظورېدو وروسته به یاده څانګه په نږدې راتلونکي کې په اړینو وسایلو سمبال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عامې روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل: ژمن یو چې خپل ولس ته خدمت وکړو او هېڅ ډول ستړیا زموږ د دې ژمنې مخه نه شي نیولی. هغه د روغتیا په برخه کې شته پرمختګونو ته په اشارې زياته کړه، هڅه مو دا ده چې په ټول هېواد کې پر ځان بسیا روغتیايي خدمتونه رامنځته شي.
ښاغلي وزير، د یادو پروژو پرانیسته د روغتیايي خدمتونو د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو شاهدان اوسو.
