د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې، اغلې روسیلا میکیو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو سربېره د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو لپاره د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې برنامو برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور د یادې ادارې عمومي مشرې د خپلې وینا پر مهال وویل: "موږهڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار برسېره خپل خدمات لا پراخه کړو، ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته روغتیا وزارت سره په دغه برخه کې لا زیات همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړو".

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS