د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د کابل په ګوسفندرې سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله د يواځني پاتې شوي یتیم ماشوم (آرش) له روغتیايي وضعیت څخه لیدنه وکړه

یاد ماشوم چې نږدې درې کلن دی، د تېرې شپې زلزلې له امله یې د خپلې کورنۍ اته غړي، چې په کې والدین، خویندې او ورونه شامل وو، له لاسه ورکړي دي.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او روغتیايي کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې، چې د یاد ماشوم د درملنې، پاملرنې او بشپړې رغېدنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS