د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د تېرو یو کلنو اجرااتو او فعالیتونو د بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۵
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند، د مرکزي روغتونونو رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، په روغتونونو کې د خدمتونو ښه والي، د اداري او مدریتي سیستم پیاوړتیا، د شته ستونزو او نیمګړتیاو د حل او د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اغېزمنو عملي پلانونو جوړولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال یاد ورکشاپ د راتلونکي لپاره د غوره کاري پلان ترتیبولو، ښې همغږۍ او تجروبو شریکولو برخه کې یو ارزښتمن فرصت وباله او ټینګار یې وکړ، چې د روغتونونو مسؤلین دې په دې ورکشاپ کې ذکر شویو موضوعاتو، د ستونزو حل او خپلو ټولو مسؤلیتونو ته لازمه پاملرنه وکړي؛ څو د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه او خلکو ته پر وخت اغېزمن خدمات وړاندې شي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال هیله څرګنده کړه، چې دغه ورکشاپ به د ښې همغږۍ، روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا او د راتلونکو اغېزمنو پلانونو د جوړولو سبب وګرځي.

همداراز، د معالجوي طب لوی رئیس د ورکشاپ ګډونوالو ته د ورکشاپ موخې روښانه کړې او ټینګار یې وکړ، چې د روغتونونو مسؤلین دې په ورکشاپ کې خپله علمي او عملي ونډه واخلي.

همدارنګه، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس د مرکزي روغتونونو مسؤلینو ته یو شمېر لارښوونې او سپارښتنې ترسره او د لا غوره خدمتونو وړاندې کېدو ته یې وهڅول.

ورته مهال د مرکزي، تخصصي او ثالثي روغتونونو مسؤلینو د خپلو تر سره کړو فعالیتونو او خدماتو په اړه معلومات وړاندې او خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې یې له مرکزي مسؤلینو سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS