چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه
دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دې غونډې په پيل کې ښاغلي وزیر د سېلاب ځپلو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او لازمو تدابیرو نیولو، د دولتي او خصوصي لابراتوارونو د معیاري کولو، په روغتونونو کې له شته تجهیزاتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د پراختيايي پروژو د کاري بهیر چټکتیا په اړه خبرې وکړې او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل، چې په دې برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
سربېره پر دې، په دې غونډه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې، د اداري اصولو او سلسله مراتبو د مراعت، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ پروګرام، د ادارو د اړتیاوو او تدارکاتي پلان چمتو کولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.
همدارنګه، د غونډې په پای کې د وزارت مرستيالانو او مرکزي رئیسانو د چارو ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې د نیول شویو پرېکړو د تطبیق لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
