د عامې روغتیا وزیر له د روغتیا نړیوال سازمان له لوړپوړو استازو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۱۷
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسؤل، ډاکټر حامد جعفري سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د روزنیزو ټریننګونو برابرېدو، د پولیو واکسین غوره تطبیق، بېرته راستنېدونکو هیوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کېدو، روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو، د کتلوي معافیت جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او د سرطان ناروغانو د درملنې برخه کې د همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د روغتیا وزارت لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل، په دې برخه باید د ښکېلو خواوو له لوري لا زیات کار وشي، د پولیو واکسین په ښه توګه تطبیق او د مخنیوي لپاره یې مناسب پلان جوړ او عملي شي.

ښاغلي وزیر همداراز، په تورخم کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو او هرات ولایت کې د تلسیمیا ناروغانو درملنې لپاره جوړ شوي روغتون ته د عصري تجهیزاتو برابرېدو یادونه وکړه او په دې برخه کې د یاد سازمان له لوري د همکارۍ غوښتونکی شو.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د خپلو ترسره شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS