د عامې روغتیا وزیر فرخار ولسوالۍ اړوند، د یوخ اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي تخار ولایت د  خپل سفر په ترڅ کې د فرخار ولسوالۍ اړوند، د یوخ اساسي روغتیايي مرکز څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په یاد روغتیايي مرکز کې د خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د لیدنې سربېره له روغتیايي کارکوونکو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو د حل او درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

له بل لوري د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو د عامې روغتیا وزیر سفر تخار ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې په موخه یو اړین ګام یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS