د عامې روغتیا وزیر د یونیسف له مشر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۱
moh

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتيايي خدماتو ښه والي، د لرې پرتو سيمو لپاره د روغتيايي اسانتياوو پراختيا، د واکسيناسيون پروګرامونو ملاتړ، د خدمتونو ارزونې په موخه د ګډ نظارت او د روغتيا سکتور اړوند د ګډو همکاريو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وويل: د روغتيايي نظام پياوړتيا د افغانستان ا.ا. له مهمو لومړيتوبونو څخه ده او هڅه کېږي، چې روغتيايي خدمات د هېواد ټولو سيمو ته په عادلانه او اغېزمن ډول ورسېږي.

همداراز، ښاغلي وزیر د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا برخه کې د نړيوالو همکارو ادارو رول مهم وباله او د دوامدارو همکاريو غوښتنه يې وکړه.

بل لور د يونيسيف ادارې مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي د خپلو تر سره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د افغانستان روغتيا سکتور سره یې د یونیسیف ادارې د همکاريو د دوام ډاډ څرګند او زیاته یې کړه، چې يونيسيف به د مور او ماشوم روغتيا، واکسيناسيون، تغذيې او بېړنيو روغتيايي خدمتونو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS