د عامې روغتیا وزیر د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي هیواد جدې ښار ته ورسېد

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۸:۵۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت تر سرلیک لاندې د وزیرانو څلورمې ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي هیواد جدې ښار ته ورسېد

ښاغلی وزیر به د دې سفر پر مهال د Anti microbial resistance  اړوند د وزیرانو څلورمه ناسته کې ګډون وکړي ، چې په جریان کې به یې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کموالي ، مؤثرې استفادې او په ګډه د دې ننګونې څخه د وتلو په موخه بحث تر سره کیږي.

د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هیواد ټولو وګړو ته معیاري ، مؤثر او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې په همدې موخه د څیړنو او علمي نظرونو سره مل په نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې ګړندۍ کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۸
Background image

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د تغذیې او ودې د ښه والي لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بدخشان او بغلان ولایتونو کې د کوچنيانو د لنډو قدونو کمولو اړوند ابتکار برنامې، د کوچنيانو تغذيوي وضعيت ښه والي او د ولادت پر مهال د کم وزنه زېږونونو د شيوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۵۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو او عمده درملتونونو ته ووېشي او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې داسې توزيع کړي وي چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او یونیسف د ولایتي روغتیايي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له استازي Dr.Ali Dowelbait سره په ولایتونو کې د روغتيايي ستونزو. . .

BACK TO NEWS