د عامې روغتیا وزیر د ختیځې مدیترانې حوزې له استازو، د قطر، سعودي عربستان او اماراتو له چارواکو سره د روغتیا د پیاوړتیا په تړاو آنلاین ناسته وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۲۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له مشرې اغلې حنان البلخي، د قطر د روغتیا وزیر، د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو له استازو سره د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا برخه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسؤل ډاکټر حامد جعفري، د بیل ګیټس بنسټ استازو او نورو روغتیایي مسؤلینو هم شتون درلود، په کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د ساري ناروغیو او پولیو د مخنیوي، د پولیو واکسین د ښه تطبیق او د روغتیایي سیسټم سره د نړیوالو مرستو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د روغتیا وزارت لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل، په دې برخه کې به لا ډېرې هڅې تر سره شي.

ښاغلي وزیر همداراز، د روغتیایي سیسټم د ځان بسیاینې او له داخلي بودجې څخه د خدماتو پراختیا یادونه وکړه او د بېړنیو او لنډ مهالو مرستو تر څنګ یې د انکشافي او پایښت لرونکو مرستو پر اړتیا او څرنګوالي خبرې ترسره او دا یې د روغتیایي سیسټم د پرمختګ لپاره اړینې وګڼلې.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې، اغلې حنان البلخي د افغانستان روغتیايي سکټور کې د اوسنیو تر سره کېدونکو هڅو قدرداني وکړه او دې برخې ته د نړیوالو مرستو د را جلبولو تر څنګ یې پر دوامدارو او بنیادي چارو ټینګار وکړ.

د یادې لیدنې په پای کې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو استازو هم د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د ملاتړ او د ساري ناروغیو سره په مبارزه کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS