د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې  د دايکندي له والي، مولوي نجیب الله رفيع سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۰:۱
MOPH

په دې لیدنه کې په دایکندي ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو ، د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو او په دې ولایت کې د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هېواد ټولو وګړو ته د روغتیايي خدمتونو رسول او د روغتیايي سیستم پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل، په همدې موخه مو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او په نورو  ولایتونو کې د ګڼ شمېر نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو سربېره مو په دایکندي ولایت کې هم یو شمېر  نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، چې اوس هم یاده لړۍ دوام لري.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه موږ هڅه کوو، چې په کور دننه د خپل روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې سربېره ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي د معیاري طبي زده کړو او ظرفیت لوړولو په موخه بهرنیو هېوادونو ته واستوو او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

له بل لوري د دایکندي والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه د هېواد په روغتیايي سکتور کې د وروستیو پرمختګونو او نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په موخه مننه وکړه او د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS