د عامې روغتیا وزارت مرستیال لوګر کې د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون د خدماتو ارزونې په موخه له یاد روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې سفر موخه د لوګر ولایت د روغتیايي وضعیت ارزونه، د روغتیايي خدماتو له پیاوړتیا ملاتړ، د ستونزو اورېدل او ورته د حل لارو برابرول، له ولایتي روغتون څخه د نایب امین الله خان روغتون ته د داخل بستر (IPD)څانګې لېږدول او د یاد روغتون د ظرفیت ارزونه وه، چې په ترڅ کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوګر عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک او اړوندو مسؤلینو سره ناسته تر سره او یو شمېر مهمې پرېکړې وشوې.

په دې ناسته کې پرېکړې وشوې، چې له کوچني اختر وروسته دې د ولایتي روغتون بېړني او داخل بستر (IPD) خدمات د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدل شي، ولایتي او نایب امین الله خان روغتونونه به د ناروغانو د راجع کولو (ریفر) برخه کې منظم سیستم رامنځته او پلي کوي او تطبیق کوونکې مؤسسه مکلفه ده، چې د اختر تر درېیمې ورځې پورې د ۱۰۰ بسترو د فعالولو لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي او اړوند خدمات وړاندې کړي.

همداراز، ښاغلي مرستیال د لوګر روغتیايي سیستم د ښه تنظیم او پراختیا په برخه کې د عامې روغتیا ریاست هڅې وستایلې او د ستونزو د حل لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د نایب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون د بېړنیو پاملرنو خونه (ICU) هم فعاله او د لوګر او ګاونډیو ولایتونو د بېړنیو خدماتو لپاره پرانیستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS