د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کابل روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د خدماتو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
moph

رش د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک څخه ليدنه وکړه

د دې ليدنې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلابېلو څانګو څخه هر اړخيزه کتنه وکړه، چې په کې د ناروغانو د درملنې بهير، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو کيفيت، له مراجعينو سره د کارکوونکو چلند او د کاري بهير تنظيم له نږدې و ارزول شو.

سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې‌ غوري او بې ‌پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS