د عامې روغتیا وزارت له لوري د کانګو ناروغۍ په اړه د روغتیايي کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کابل ولایت د مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو ناروغۍ (CCHF) په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو
دغه پروګرام چې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د CCHF ناروغۍ د تشخیص، وقایې او مدیریت برخه کې د پوهاوي زیاتولو په موخه جوړ شوی و، په کې د روغتونونو او عامې روغتیا وزارت اړوندو څانګو ۴۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون درلود.
