د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتونو اورېدلو وزارت، کورنیو چارو وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نورو همکارو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پولیو مخنیوي برخه کې د ټولو ادارو ګډې همکارۍ ته په اشارې وویل:( د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د ټولو دولتي او ټولنیزو بنسټونو ملاتړ اړین دی او د پولیو له منځه وړلو لپاره باید د عامه پوهاوي کچه لوړه شي).

ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د ټولو ادارو ترمنځ منظمه همغږي او ګډ کار کولای شي د واکسین پروګرامونه لا اغېزمن کړي او هر ماشوم ته د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي

دغه راز، د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د پولیو ویروس د وضعیت، شته ننګونو او د ګډ کار د اهمیت په اړه معلومات شريک او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو سکتورونو ترمنځ همغږي کولای شي د پولیو واکسین کمپاینونو اغېز زیات او ټولو ماشومانو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د يادې غونډې په پای کې د بېلا بېلو وزارتونو استازو هم څرګندونې وکړې او د پولیو پروګرام د ملاتړ تر څنګ یې ډاډ ورکړ، چې اړوندې ادارې به د عامه پوهاوي، همغږۍ او د واکسین ټیمونو د ملاتړ برخه کې لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS