د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار لپاره له TDH مؤسسې سره د روغتیايي خدمتونو پراختیا تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۳۳
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۲۲۴۸۱۰) دوه سوه څلور ویشت زره اته سوه لس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت (۲۱۹۲۶) تنه اوسېدونکي له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۰) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د TDH مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS