د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۹
CANCER DAY

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج حبیب الله اخندزاده حامد، د عامې روغتیا وزارت د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو او روغتیايی کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج حبیب الله اخندزاده حامد د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کول اړین وباله او د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه یې د عامه پوهاوي لوړول، په سرطان ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته  لاسرسی او په دې برخه کې له هېوادوالو سره د د معلوماتو شریکول دي.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج حبیب الله اخندزاده حامد همداراز وویل: ( د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په نېږدې راتلونکي کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري روغتون جوړ کړي؛ تر څو وکولای شي په کور دننه هېوادوالو ته په یاده برخه کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تلو مخنیوی وشي.)

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رئیس، ښاغلي ډاکټر حیدرخان حیدر د ناروغیو په اړه هېوادوالو ته د معلوماتو د شریکولو او عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې د رسنیو رول اړین وګاڼه.

 عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس، ښاغلي ډاکټر احمد سِیر پاڅون د یادې ناروغۍ د درملنې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او و یې ویل، د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې په نېږدې راتلونکي کې د هېواد په ټولو زونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړي.

د معالجوي طب عمومي رئیس، همداراز زیاته کړه: ( د جمهوریت روغتون له ریفورم وروسته به چې چارې یې عملَا د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري پرمخ روانې دي د سرطاني ناروغیو د درملنې ځانکړې برخه به په کې فعاله شي.)

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS