د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او د ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ټريننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزرات د څارنې او پلټنې لوی رئيس، ډاکټر عنایت‌الله عنایت د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د ورودي نقطو د کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او د سرویلانس سیستم لوړول یې حیاتي وباله.

په دغه روزنیز پروګرام کې تشخیص، راپور ورکول، د خطر ارزونه او وقایوي تدابیر له عملي تمرینونو سره یوځای وړاندې او له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د ټريننګ په ترڅ کې زده کړي موضوعات په خپل کاري چاپېریال کې په اغېزمن ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS