د عامې روغتیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت د روغتیايي ستونزو د حل په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۰:۴۳
د عامې روغتیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت د روغتیايي ستونزو د حل په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

دغه ورکشاپ نن دوشنبه  ۱۴۴۴/۸/۶ د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د اقتصاد او تمویل صحت رئیس، ښاغلي ډاکټر سید رسول منګل، د پلان او پالیسۍ رئیس، ښاغلي میرویس احمدزي د بدخشان ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي عتیق الله په شتون کې پیل شو.

دغه ورکشاپ چې دوه ورځې به دوام ولري د عامې روغتیا وزارت مسئولینو، د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیايي خدماتو تطبیق کوونکو موسساتو استازي به د بدخشان ولایت پر روغتیايي ستونزو، حل لارو، روغتیايي خدماتو ښه والي او په سپینو ساحاتو کې د روغتیايي مراکزو پر جوړونه بحث او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS