د عامې روغتیا وزارت له خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ګډې نظارتي کمېټې د کابل ولایت په اتمه ناحیه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ.

دغه نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، هېوادوالو ته د معیاري او پر وخت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په روغتیايي سکتور کې د شفافیت پیاوړتیا ده؛ په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو بېلابېلې برخې، لکه بېړنۍ څانګې، بستر خونې، لابراتوارونه او درملتونونه له نږدې ولیدل او د وړاندې کېدونکو روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزونه یې وکړه.

همدارنګه، د روغتونونو قانوني اسناد او جوازونه وڅېړل شول، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او هم ورته لازمې سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت د ۱۰۸۴ شمېرې مقررې له مخې معیاري، خوندي او باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS