د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د درملو داخلي تولیدوونکو فابریکو له مسؤولینو سره د همغږۍ ، ملاتړ، داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکولو او د شته ستونزو  حل په موخه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۸:۵۹
MOPH

په یاده ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي او د تولیدي فابریکو مسؤلینو شتون درلود، چې د عامې روغتیا وزارت سره په لا ښې همغږۍ ، د نویو درملیزو اقلامو په تولید، د داخلي تولیداتو پرمټ د اړتیاوو پوره کولو او د روغتیایي خدماتو پر مهال داخلي تولیداتو ته په لمړیتوب ورکولو خبرې تر سره شوې.

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي حمدالله زاهد د خپلو خبرو پر مهال د داخلي تولیداتو پر ارزښت وینا وکړه او ورسره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي همدارنګه په عاجلو حالاتو او الهي پیښو کې د تولیدي فابریکو له همکارۍ مننه وکړه او د لا ښې همغږۍ او عاجلو حالاتو کې د تیاري اړوند یې لازمې سپارښتنې وکړې.

د مجلس په جریان کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي عبدالولي حقاني داخلي تولیدات ارزښتمن وبلل او له تولیدي فابریکو یې مننه وکړه، چې په کور دننه یي پانګونه کړې. همدارنګه د مجلس په جریان کې د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال دوکتور محمد حسن تر څنګ د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي عدالولي صدیقي د داخلي تولیداتو اړوند خبرې وکړې او په وینا یې داخلي تولیداتو ته به د یو منظم میکانیزم له مخې لمړیتوب ورکوي.

د مجلس په پای کې د تولیدي فابریکو مسؤولینو خپلې غوښتنې او شته ستونزې له رهبرۍ سره شریکې کړې چې د رهبرۍ له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS