د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د پکتیا عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۲
MOPH

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او تثبیت د مرکزي سیستم له معیارونو سره سم ترسره کېږي.

همدارنګه، د پکتیا عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند پرسونل ته د ډیټابیس سیستم عملي روزنه او د کارونې لارې چارې ور وښودل شوې؛ ترڅو د کارکوونکو مقرري، منفکي، استعفاوې او نور اداري بدلونونه په ډیجیټلي ډول ثبت او له مرکز سره شریک کړي.

د یاد سیستم په تطبیق سره به اداري چارې چټکې، شفافیت تضمین، د لګښتونو کچه راټېټه او رهبرۍ ته به دقیق، تازه او تحلیلي معلومات پر وخت وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS