د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۳۱
moph

یاد پروګرامونه چې موخه یې د کانګو ناروغۍ مخنیوی دی، په ترڅ کې یې قصابانو، د څارویو پلورونکو او عامه خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه ګڼ شمېر معلوماتي پوسټرونو وویشل شول او هم پر بېلابېلو ځایونو نصب شول.

په دې پروګرامونو کې د کنو او حیواناتو له لارې د یادې ناروغۍ د لېږد مخنیوي، د څارویو د حلالې پر مهال د دستکشو کارونې او یو شمېر نورو اړینو معلوماتو په اړه عامه پوهاوی ترسره شو.

د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغو پروګرامونو موخه د کانګو ناروغۍ د لېږد مخنیوی، د خطر سره مخ خلکو ساتنه او د دې خطرناکې او ناوړه ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکمول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS