د عامې روغتیا وزارت د څارنې لوی رئیس د انتاني ناروغیو ملي روغتون د روغتیایي خدماتو بهیر وڅاره

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۱۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت او مل تخنیکي ټیم په کابل ولایت کې د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون د وړاندې کېدونکو روغتیایي خدماتو له بهير څخه نظارت ترسره کړ

دغه نظارت له دولتي او خصوصي روغتونونو د هر اړخیزې څارنې پروګرام په چوکاټ کې ترسره شو، ترڅو د ښاریانو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ارزونه ترسره او په روغتیایي چارو کې شفافیت تأمین شي.

د دې نظارت په ترڅ کې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا او سلامتیا هیله یې څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

همدارنګه، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد روغتون له رئیس او سرطبیب سره په لیدنه کې د ټولو روغتیایي او خدماتي کارکوونکو د هڅو او کړنو ستاینه او قدردانی وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS