د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان او اریا سټیک کمپمنۍ (Aria Stack Company) ترمنځ د روغتیا معلوماتي سیسټم ته د ارقامو د لېږد په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۰
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو مرکزي سیسټم (Data Warehouse) ته د روغتیایي ارقامو د لېږد په اړه خبرې ترسره او دا چې د ارقامو مالکیت عامې روغتیا وزارت پورې اړه لري، نو ټینګار وشو چې روغتیا برخه کې د ټولو سازمانونو او مؤسسو ارقام باید د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو مرکزي سیستم ته ولېږدول شي.

همدارنګه، د HERM سیسټم به په راتلونکې اوونۍ کې د یو تخنیکي ټیم په شتون کې عامې روغتیا وزارت ته انتقال او روغتیا نړیوال سازمان به ورسره تخنیکي همکاري کوي.

سربېره پر دې، د روغتیايي سیسټمونو د ډیجیټل کولو پر منظور شوي پروپوزل بحث ترسره او د EHR/EMR سیسټم د جوړولو په اړه له اریا سټیک کمپنۍ (Aria Stack Company) سره نظرونه تبادله شول او په راتلونکي کې به د یاد سیسټم د ښه عملي کېدو لپاره په ګډ تفاهم سره کار کوي؛ تر څو هر شخص په خپله برخه کې د ښه سیسټم جوړولو لپاره له هوکړه لیک سره سمې کړنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS