د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د اغېزمنو تدریسي مهارتونو تر عنوان لاندې (Effictive Teaching Skill) لس ورځني ورکشاپ پیل شو
د دغه ورکشاپ موخې د تدریسي مهارتونو پرمختګ، د ټولګیو مدیریت ته وده ورکول، د زده کړیالانو د فعال ګډون زیاتوالی، د تدریسي وسایلو لازمه کارونه، د نویو تدریسي مېتودنو معرفي کول، د استادانو د مسلکي ودې ملاتړ او ترمینځ یې د همکارۍ شبکې جوړول وو.
د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل د اغېزمنو تدریسي مهارتونو پر ارزښت او اهمیت هر اړخیزه وینا ترسره او د ورکشاپ پر روزنیزو موادو یې خوښي څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ به لس ورځې دوام وکړي او د مرکز او ولایتونو په کچه به پنځه ویشت تنه مسلکي استادان او روغتیایي کارکوونکي په کې ګډون لري؛ څو د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو د استادانو او روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړ او ټولنې ته لازم خدمتونه وړاندې شي.
