د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۱۱
moph

ياده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي، د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر، ډاکټر ایمل وردګ او د دې روغتون د ریفورم په برخه کې اړوند مسؤلینو شتون درلود.

په دې ناسته کې د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د اړتیا وړ په بېلا بېلو طبي ماشینونو او تجهیزاتو د یاد روغتون پر سمبالولو، د نویو روغتیايي  څانګو د فعالولو لپاره د ځای پر ځانګړي کولو، د روغتون د غوره مدیریت لپاره د نویو کسانو پر ګمارنو او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د دې ناستې په پایله کې پرېکړه وشوه؛ تر څو د روغتون د مدیریت په برخه کې د نویو کسانو د ګمارنو تر څنګ په راتلونکو څو ورځو کې د دې روغتون د ریفورم په برخه کې په پورتنیو ذکر شوو موضوعاتو په عملي توګه کار پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS