د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس ډاکټر کریم‌ الله حلیمي د پروان ولایت د عامې روغتیا له رئیس ډاکټر نیاز محمد مخلص سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۳۴
MOPH

په دې لیدنه کې ډاکټر کریم‌ الله حلیمي پروان ولایت ته د خپل سفر موخه تشریح کړه او همدارنګه یې د یاد ولایت په مرکز چاریکار او یو شمېر ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې په ځینو روغتیایي مرکزونو کې یو لړ ستونزې هم په نښه شوې.

همدارنګه، پروان ولایت کې د تطبیقوونکې مؤسسې (SAF) مسؤل ډاکټر محمد صالح په نښه شوې ستونزې مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د حل لپاره به یې جدي او عملي اقدامات ترسره کړي.

همداراز، د پروان ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نیاز محمد مخلص د عامې روغتیا وزارت د نظارت له کارکوونکو څخه مننه وکړه او دغه ډول نظارتونه یې د اساسي او ضروري روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره مهم وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS