د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د بادغیس ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه او څارنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي بادغیس ولایت ته سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د بادغیس د عامې روغتیا له رئیس، خان محمد همت سره لیدنه تر سره، د سفر موخه یې ورسره شریکه کړه او د جوړ شوي پلان سره سم یې د یاد ولایت په مرکز او جوند، بالامرغاب، قادس، غورماچ، مقر، آب کمري او سنګ آتش ولسوالیو کې د یو شمېر روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو روغتیايي مرکزونو موجوده ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.

همداراز د نظارت رئیس، روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS