د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ د کابل ولایت "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژې څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۱۷
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل ولایت "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژې ټولو برخو څخه له نږدې لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د یادې مؤسسې د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د "AOAD" مؤسسې ورټیکل پروژه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو، معلولیت لرونکو کسانو فزیکي بیارغونې او د رواني مشورو مسؤلیت په غاړه لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS