د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او  له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۹
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي پلاوي د هرات ولایت د عامې روغتیا له رئیس، محمد طالب شاهد سره ولیدل، د سفر موخه یې ورسره شریکه او له پلان سره سم یې د یاد ولایت مرکز، چشت شریف، اوبه، زنده جان، تور غونډۍ، پشتون زرغون او غوریان ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

همداراز، د نظارت رئیس په روغتیایي مرکزونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS