د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د خپل تخنیکي ټیم سره یوځای د هېواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۲:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، انجنیر احمد جاوید وفا او مل تخنیکي ټیم بغلان، سمنګان، بلخ، کندز او تخار ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنې ترسره کړې.

په دې لیدنو کې ذکر شویو ولایتونو کې د شبکې زېربنا سروې او د لیزلاین تطبیق او معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې د دوی ستونزو او وړاندیزونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د دې سفر په ترڅ کې همداراز، د شبکې زېربنا د بشپړې سروې لپاره د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو، سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو ودانۍ وکتل شوې او د لیزلاینونو د تطبیق په موخه هم سروې ترسره شوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه د انټرنیټ او امنیتي کمرو برخه کې د دوی ستونزې د تخنیکي متخصصینو له لوري په نښه او عملاً حل شوې.

سربیره پردې، د ولایتي مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول او د تخنیکي ټیم لخوا ورسره منطقي حل لارې شریکې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربنا یا Information technology Infrastructure د معلوماتي ټکنالوژي وسایلو یوې ټولګې ته ویل کېږي، چې د معلوماتي سیسټمونو او ډیجیټل خدماتو ملاتړ لپاره کارول کېږي.

همداراز، د ټکنالوژۍ زیربنا کولای شي د نوي ډیجیټل نوښت او بدلون ملاتړ وکړي.

برسېره پر دې، لیزلاین د روغتیا سکټور لپاره یوه ځانګړې او محرمه شبکه ده، چې له خنډ پرته په چټکه توګه د مرکز له منابعو څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه مرکز ته د معلوماتو کارولو اجازه ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۸
Background image

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د تغذیې او ودې د ښه والي لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بدخشان او بغلان ولایتونو کې د کوچنيانو د لنډو قدونو کمولو اړوند ابتکار برنامې، د کوچنيانو تغذيوي وضعيت ښه والي او د ولادت پر مهال د کم وزنه زېږونونو د شيوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۵۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو او عمده درملتونونو ته ووېشي او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې داسې توزيع کړي وي چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او یونیسف د ولایتي روغتیايي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له استازي Dr.Ali Dowelbait سره په ولایتونو کې د روغتيايي ستونزو. . .

BACK TO NEWS