د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست تر چتر لاندې، د روغتونونو بنسټیزو خدماتو آمریت د یو ناستې په ترڅ کې په رسمي توګه خپل فعالیت پيل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۵۵
moph

یاد آمریت د ډاکټر عبدالله اسلامپال په مشرۍ ۷ تنه کارکوونکي لري، چې د ولایتي، حوزوي او ولسوالیو په کچه روغتونونو د تخنیکي ملاتړ په برخه کې به خپلې اړوندې چارې ترسره کوي.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون، مرکزي رئیسانو او د بېلا بېلو ادارو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي  په موخه د یاد آمریت ایجادول اړین وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا برخه کې نورې ښې لاسته راوړنې ولرو؛ ترڅو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه وشي.

سربېره پر دې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ یوسې او د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړې.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس ډاکټر احمد سیر پاڅون، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت ارشد مشاور ډاکټر ذاهدالله رسولي او د روغتونونو بنسټیزو خدماتو مسؤل، ډاکټر عبدالله اسلامپال د یاد آمریت د ایجاد موخو او فعالیتونو اړوند د غونډې کډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS