د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د کابل ولایت تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د اغېزمن مدیریت پر اهمیت وینا وکړه او ویې ویل: «که مدیریت په ښه ډول ترسره شي، چارې به هم په ښه کیفیت او زیات سرعت مخ ته لاړې شي».

همدارنګه، ښاغلي مرستیال د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو په اړه وینا تر سره او د هغوی حقوقو او معاشاتو ته په رسېدنه یې ټینګار وکړ؛ تر څو روغتیا برخه کې د کار کولو روحیه او کیفیت لوړ شي. هغه په روغتونونو کې د شته ستونزو حل او د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي د درملو په کارولو کې کورنیو تولیداتو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ؛ ترڅو د درملو د کیفیت په تضمین کې اسانتیا رامنځته او لاسرسی ورته آسانه شي. نوموړي د شفري نسخو په اړه هم وینا وکړه او د مخنیوي د سم مدیریت پر اړتیا او پاملرنې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS