د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې د روغتیایي سمپوزیم په اړه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱
moph

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود، ګډونوالو د روغتیايي سمپوزیم د تخنیکي اړخونو، روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا، همغږۍ او راتلونکو پلانونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، د روغتیایي سمپوزیم په ترسره شويو کارونو خوښي څرګنده او لارښوونه یې وکړه، چې پاتې چارې دې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په مشرۍ بشپړې او د اړوندو موضوعاتو راپورونه او وړاندیزونه دې د وزارت مقام سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS