د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴
MOPH

په یاده لیدنه کې مولوي نجیب الله فاروقي د هلمند ولایت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر نقیب الله فاتح سره د عدلي طب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره کړې، د هلمند د عامې روغتیا رئيس د عدلي طب برخه کې شته ستونزې او اړتیاوې شریکې او په دغه ولایت کې یې د عدلي طب څانګې د لا غوره مدیریت، تجهیز او اړوندو روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې غوښتنه وکړه؛ تر څو خلکو ته لازم او معیاري خدمات وړاندې شي.

دغه راز، د عدلي طب رئیس د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې وویل، چې د عدلي طب د څانګو پیاوړتیا او لا زیات تجهیز لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS