د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ملي ستراتېژۍ د بیا کتنې ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۴
MOPH

یاد ورکشاپ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ جوړ شوې و، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ادارو مسؤلینو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقانې ګډونوالو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: "که څه هم د په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو راپدېخوا په خوارځواکې د اخته کسانو کره شمېر نه دی روښانه خو بېلا بېل لاملونه دي چې هېواد د ځوارځواکۍ له ستر ګواښ سره مخ شوی دی، چې د مخنیوي او ناروغانو درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ ترڅو په هېواد کې د یادې ناروغۍ کچه راټیټه کړي".

د روغتیايي خدمتونو مرستیال دغه راز زیاته کړه، د عامه تغذیې تګلاره چې د روغتیا وزارت په چوکاټ کې رامنځته کېږي ټول هغه معیارونه او لارښوونې به په کې په پام کې نیول کېږي، چې له مخې به یې روغتیا وزارت د خپلو کاري شریکانو او تمویل کوونکو ادارو سره د بېلا بېلو برخو کړنې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو او بشپړې پاملرنې سره همغږي کوي.

نوموړي همداراز له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې د عامه تغذیې هر اړخیزې او بشپړې تګلارې په جوړولو کې د اړوند ریاست سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

BACK TO NEWS