د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د بېلابېلو ولایتونو ۲۰ تنه نرسانو ته د ځانګړو مراقبتونو (ICU) په برخه کې لس ورځینی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۹
moph

دغه ورکشاپ چې موخه یې د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې د نرسانو د وړتیاوو لوړول و، په مرکز کې ترسره شو چې له جوزجان، کاپیسا، بامیان، تخار، ننګرهار، بلخ، هلمند، کندوز، غزني، بادغیس، کونړ، پنجشیر، لغمان، پکتیا، میدان وردګ او پروان ولایتونو څخه  په کې۲۰ تنه نرسانو ګډون کړی و.

د ورکشاپ په جریان کې، نرسانو د (ICU) په برخو کې د جدي ناروغانو د پاملرنې له پرمختللو مهارتونو او اصولو سره بلدتیا پیدا کړه، تر څو وکولای شي په ولایتي روغتونونو کې لا معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د دې ډول روزنیزو ورکشاپونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د روغتیايي کارکوونکو مسلکي زده‌کړې د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۵
Background image

افغان پلاوي د میډیپول مېګا روغتون له مشرانو سره د ټېلي‌میډیسن او مسلکي همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د میډیپول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د بېلابېلو ولایتونو ۲۰ تنه نرسانو ته د ځانګړو مراقبتونو (ICU) په برخه کې لس ورځینی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

دغه ورکشاپ چې موخه یې د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې د نرسانو د وړتیاوو لوړول و، په مرکز کې ترسره شو چې له جوزجان، کاپیسا، بامیان، تخار، ننګرهار، بلخ، هلمند، کندوز، غزني، بادغیس، کونړ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، UNDP، UNODC او د رسنیو استازو. . .

BACK TO NEWS