د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست، د وقایوي طب لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو ګډ پلاوی په رسمي سفر ایران هېواد ته ولاړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۵۹
MOPH

ياد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ايران هېواد د روږدو درملنې د روغتيايي مرکزونو له نظارتي بهیر څخه لیدنه وکړي او همداراز به د ایران هېواد د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د روږدو د درملنې مرکزونو له مسؤلینو سره  ليدنې تر سره کړي.

د دغه سفر موخه د ایران د تجربو پر بنسټ د افغانستان لپاره د روږدو د درملنې او د نشه‌يي توکو د کنټرول او وقايې برخه کې د یو اغېزمن، عملي او واقعي چوکاټ رامنځته کول دي.

دغه راز، به د دې سفر په ترڅ کې د روږدو د درملنې، نشه يي توکو د مخنيوي او وقایې په برخه کې د ایران د پرمختللو کړنلارو ارزښتمنې تجربې راټولې شي؛ تر څو د هېواد دننه د درملنې پروګرامونه لا مؤثر، علمي او د نړیوالو معیارونو سره سم تنظیم شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS