د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د  TEPHINET نړیوالې ادارې څخه  یوه ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د اپیدیمیولوژۍ پروګرام د نړیوالې ادارې TEPHINET له‌ لوري د اعتبار سند ترلاسه کړ، چې دا د هېواد د روغتیایي سکتور لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د افغانستان د ساحوي اپیډیمیولوژۍ د روزنې پروګرام (Afghanistan Field Epidemiology Training Program) چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په هېواد کې بنسټیز شوی او د ملي روغتیا انسټیټیوټ لوی ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې یو خدمتي تعلیمي پروګرام دی او د صنفي ورکشاپونو او عملي ساحوي کار له لارې د عامې روغتیا وزارت د مرکز او ولایتونو کارکوونکي په بېلابېلو برخو لکه؛ اپیډیمیولوژي، احصایه، د عامې روغتیا(سرویلانس)، روغتیایي څېړنو، د ارقامو مدیریت، اړیکو او عملي لیکنو، د ساري ناروغیو ناڅاپي خپرېدو او بېړنیو حالتونو ته د ځواب ویلو، معافیت او واکسینونو، د پولیو له منځه وړلو او د عامې روغتیا په نورو لومړیتوب لرونکو برخو کې روزي.

دغه پروګرام درې کچې لري، لومړنۍ (درې میاشتنۍ)، منځنۍ (یوه کلنه) او لوړه (دوه کلنه)، چې تر دې دمه یې افغانستان کې لومړنۍ او منځنۍ کچې عملي شوې دي.

تر اوسه د منځني کچې پنځمو دورو کې د عامې روغتیا وزارت له بېلا بېلو برخو څخه ۱۵۴ تنه مسلکي کارکوونکي فارغ شوي او د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو او د خپلو تجربو په شریکولو بوخت دي.

سربېره پر دې، د دې پروګرام د لومړنۍ کچې پړاو په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوی چې ۲۹ تنه ترې فارغ شوي او دوهم پړاو به یې هم، چې ۳۰ تنه د معافیت او پولیو پروګرام کارکوونکي په کې ګډون لري، ډېر ژر پای ته رسېږي.

 

د FETP پروګرامونو اعتبار ورکول په نړیواله کچه د Training Programs in Epidemiology and Public Health Interventions Network (TEPHINET) له‌ لوري ترسره کېږي، چې د اسنادو ارزونه، مرکې او څارنې یې په کې شاملې دي.

اعتبار ورکول یا (Accreditation) یوه دقیقه پروسه ده، چې د FETP پروګرامونه د نړېوالو پېژندل شویو معیارونو پر بنسټ ارزوي.

د اعتبار ترلاسه کول دا څرګندوي، چې یو پروګرام د لوړ کیفیت زده‌کړو وړاندې کولو ته ژمن دی او ارزښت یې د هېواد د روغتیا ملي لومړیتوبونو ملاتړ څرګندوي.

اوسمهال افغانستان د ختیځې مدیترانې حوزه کې له عراق، مصر، پاکستان او مراکش وروسته پنځم هېواد دی، چې د  منځني کچې FETP پروګرام لپاره د TEPHINET له‌ لوري اعتبار ترلاسه کوي.

 دا اعتبار د پنځو کلونو لپاره دی او د افغانستان د روغتیایي سیستم لپاره یو ستر ویاړ بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS