د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم د ملاريا او توبرکلوز د کنټرول او مخنیوي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۳۸
MOPH

په دې لیدنه کې چې د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر او د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي هم شتون درلود، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پروګرامونو فعالیتونه له نږدې و لیدل او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو لا ښه‌ والي او اغېزمنتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د یادو پروګرامونو له امرینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د ملاریا او توبرکلوز د کنټرول او مخنیوي پروګرامونه باید پر لا زیاتې همغږۍ، غوره کیفیت، اغېزمنتیا او د خلکو له اړتیاوو سم تر سره او په مؤثر ډول دې د یادو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS