د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ د ملي کمېټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۶
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د  پلان ریاست د راپور ورکولو د برخې متخصص ډاکتر عبدالعظیم احمدزي، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او  یونیسف ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې ناسته کې ګډونوالو د روغتیا سکتور پراختیايي بهیر او د پالیسۍ  پخوانی پلان وڅېړه او د هغه د ښه والي، تطبیق او وروستي کولو په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له یو بل سره شریک کړل.

د دې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د روغتیا سکتور د پراختیايي پلان او پالیسۍ د تطبیق اړوند ادارې چې په دې برخه کې مسؤلیت لري باید خپلې چارې ګړندۍ کړي؛ تر څو په راتلونکو درې میاشتو کې د یاد پلان  چارې بشپړې او تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS