د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه او نظارت تر سره کړ
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال او مل پلاوي د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت په ملتیا، د کندز سیمه ییز روغتون، ۵۰ بستریز روغتون، د خانآباد ولسوالۍ د نیکپي جامع کلینیک او د قلعه ذال ولسوالۍ د آقتپې جامع کلینیک څخه لیدنې او نظارتونه وکړل.
په دې لیدنو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو روغتیايي مرکزونو بېلابېلې څانګې وکتلې، د ناروغانو احوال یې واخیست او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د خدمتونو کیفیت، له ناروغانو سره د چلند او د هغوی د ستونزو د حل بهیر یې له نږدې وليد.
همدارنګه، ښاغلي عبدالولي حقاني روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعینو سره د نېک چلند ترڅنګ د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
هغه د روغتیايي خدمتونو له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو او د روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د کندز ولایت اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.
