د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال د صدري ابن‌سینا روغتون له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۱۸
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په صدري ابن‌سینا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه:

د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د دغه لیدنې په ترڅ کې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

همدارنګه، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل: هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او ترې ویې وغوښتل،خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.

سربېره پر دې، د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او اړوند مراجعینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی د شکایتونو او د رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS