د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د کندز ولایت له روغتیايي مرکزونو لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني کندز ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه د امام صاحب ولسوالۍ روغتون، خان آباد او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامي روغتیا وزارت د تفتیش رئیس، مولوي محمد سليم حقاني د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي مرکزونو خدمتونه و ارزول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړې.

د داخلي تفتیش رئیس دغه راز،  له روغتیايي کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او پر ښه چلند سربېره ورته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS