د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم کندهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد شيرين آخند سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۵۹
moph

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د کندهار والي ملا محمد شيرين آخند ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

د داخلي تفتیش رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د کندهار ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ تر څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د عامې روغتیا ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کلنۍ ارزونې په موخه ترسره شوی؛ ترڅو د روغتیايي خدمتونو کیفیت و ارزول شي، ستونزې حل او خلکو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS